د جمهور خبري آژانس مرکز 21 جوزا 1397 ساعت 8:34 http://jomhornews.com/ps/news/105140/ -------------------------------------------------- سرليک : د پاکستان د پوځ مشر سبا کابل ته راځي -------------------------------------------------- ټاکل شوې، چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د یوه نظامي پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي. متن - منځ : ټاکل شوې، چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د یوه نظامي پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي. د جمهور آژانس د خبر له مخې باجوه به سبا سه شنبې د غبرګولي ۲۲ مه کابل ته راشي او د راتګ خبر یې پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم تاييد کړی دی. زاخېلوال پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه پاکستاني پلاوی به د افغان حکومت له مشرتابه سره وګوی او خبرې به یې تر ډېره پر سوله، ثبات او د دواړو هېوادونو تر منځ د وروستیو خبرو اترو پر ارزونې او پرمختګ راڅرخي. پاکستان کې افغان سفیر ښاغلي زاخېلوال ټینګار کړی، چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو کې پرمختګ راغلی دی. جمهورخبري آژانس:کابل