د جمهور خبري آژانس مرکز 12 سرطان 1398 ساعت 14:40 http://jomhornews.com/ps/news/117949/ -------------------------------------------------- سرليک : ټاکنو کمېسیون ته د بایومتریک دستګاوو لپاره تر ۱۴ میلیون زیات یورو منظور شول -------------------------------------------------- د ملي تدارکاتو کمېټې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د بایومتریک دستګاوو د پېرلو لپاره تر ۱۴.۱۴ میلیونه زیات یورو په ارزښت بیه منظوره کړې ده. متن - منځ : د ملي تدارکاتو کمېټې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د بایومتریک دستګاوو د پېرلو لپاره تر ۱۴.۱۴ میلیونه زیات یورو په ارزښت بیه منظوره کړې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یادې کمېټې تېر ماښام (سه شنبې د چنګاښ ۱۱مه) د ولسمشر غني په مشرۍ د ټاکنو خپلواک کمېسیون لپاره د بایومتریک دستګاو د برابرولو او تدارک په اړه فوق العادهغونډه وکړه. سرچینه زیاتوي، چې په یاده غونده کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اړتیا وړ د ۱۷۸۶۵ بایومتریک دستګاوو او سافټ ویرونو د برابرولو غوښتنه وارزول شوه. خبرپاڼه وایي، له غور او بحث وروسته له اړوند توکو (پرنټر، پاوربانک، د چاپ کاغذ) سره د بایومتریک دستګاوو د پېرلو موضوع د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غوښتنې مطابق د واحدې وړاندې شوې بیې پر بنسټ د ۱۴،۱۴ میلیون څخه د زیاتو یورو په ارزښت، ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړه. دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې په همدې غونده کې د مدني بنسټونو په استازیتوب د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اړتیاو د تطبیق د کړنلارې پر څرنګوالي او په دې پروسه کې د شفافیت په اړه خپل نظریات شریک کړل. په خبرپاڼه کې ویل شوي، ملي تدارکاتو کمېسیون د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د نظریاتو له اورېدو وروسته ټینګار وکړ چې د ټاکنیزو پروسو د شفافیت او سلامتیا څارنه د ټولو هیوادوالو په ځانګړي ډول د مدني ټولنې مسوولیت دی، ترڅو د دغه قرارداد د سالم تطبیق او یا په پروسو کې د شفافیت په اړه هراړخیزه څارنه وکړي. د یادونې وړ ده چېد ټاکنو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست د ټاکنو د ترسره کولو لپاره نږدې ۳۹ زره بایومتریک دستګاو ته اړتیا لري. د دغه دستګاوو له ډلې ۲۰ زره بایومتریک دستګاوې لا له وړاندې دغه کمېسیون ته په پارلماني ټاکنو کې برابرې او په واک کې ورکړل شوي دي. خو د کمېسیون د غوښتنې او اړتیا پر بنسټ تر ۱۷ زرو زیاتې نورې د بایومتریک دستګاوې هم پېرل کېږي. جمهورخبري آژانس:کابل