د جمهور خبري آژانس مرکز 6 حمل 1399 ساعت 14:50 http://jomhornews.com/ps/news/126273/ -------------------------------------------------- سرليک : د کرونا له وېرې کابل کې د اسعارو د تبادلې لوی مرکز تړل کېږي -------------------------------------------------- په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو سره سم ټاکل شوې د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ په کابل کې د اسعارو د تبادلې تر ټولو ستر مرکز هم وتړل شي. متن - منځ : په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو سره سم ټاکل شوې د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ په کابل کې د اسعارو د تبادلې تر ټولو ستر مرکز هم وتړل شي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د شهزاده سرای د صرافانو اتحادیې مسوولین وایي، دوی به له سبا ورځې څخه وروسته هېڅ صراف ته په دغه سرای کې د کار اجازه ورنه کړي. د صرافانو ټولنې مسوولین زیاتوي، چې د شنبې په ورځ به دا سرای د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه د یو څه مودې لپاره وتړل شي. دا په داسې حال کې ده، چې حکومت سره له نن ورځې په هرات، فراه او نیمروز په مرکزونو کې ګرځبندیز ولګاوه. د یادونې ده چې په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۷۵ تنو ته رسېدلی او دوه تنو ژوند له لاسه ورکړی دی. د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی، که له جدي احتیاط څخه کار ونخستل شي، ښايي د هېواد له ۳۰ میلیونه نفوس څخه ۱۶ میلیونه په دغه ویروس اخته شي. جمهورخبري آژانس:کابل