د جمهور خبري آژانس مرکز 26 جوزا 1398 ساعت 10:15 http://jomhornews.com/ps/news/117372/ -------------------------------------------------- سرليک : لوګر کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۱۳ طالبان وژل شوي -------------------------------------------------- کورنیو چارو وزارت لوګر ولایت کې د افغان ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال د دوه قوماندانانو په ګډون د ۱۳ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. متن - منځ : کورنیو چارو وزارت لوګر ولایت کې د افغان ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال د دوه قوماندانانو په ګډون د ۱۳ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د غبرګولي ۲۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره ورځ د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې عملیات وکړل. سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو د دوه مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۳ وسله وال و وژل شول او درې نور ټپیان شوي دي. وزارت وايي، په دغه عملیاتو کې یو میل دهشکه او یو عراده موټر هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:کابل