د جمهور خبري آژانس مرکز 17 ثور 1399 ساعت 9:58 http://jomhornews.com/ps/news/127579/ -------------------------------------------------- ولسمشر غني والیانو ته! سرليک : غصب شوې ځمکې راوګرځوي او تاریخي اثارو د قاچاق او غلا مخه ونیسی -------------------------------------------------- ولسمشر غني څو مرکزي ولایتونو له والیانو سره د ویډیويي کنفرانس له لارې پر دوی غږ کړي، چې د ځمکو د غصب او تاریخي اثارو د قاچاق او غلا مخه ونیسي. متن - منځ : ولسمشر غني څو مرکزي ولایتونو له والیانو سره د ویډیويي کنفرانس له لارې پر دوی غږ کړي، چې د ځمکو د غصب او تاریخي اثارو د قاچاق او غلا مخه ونیسي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون سه شنبې د غوایي ۱۶ مه د میدان وردګ، لوګر، غزني او بامیانو له والیانو سره د ویډيو کنفرانس له لارې خبرې کړي. نوموړي والیانو ته سپارښتنه کړې، چې په دغه ولایتو کې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو سپارښتنه کړې ده او د بامیانو والي ته یې ویلي، چې د تاریخي اثارو د قاچاق او غلا مخه ونیسي. په دې خبرو کې د ننګرهار له امنیتي چارواکو غوښتل شوي، چې په دغه ولایت کې د امنیت د تامین لپاره لاس په کار شي او په مومندره ولسوالۍ کې دې امنیتي تهدیدونه له منځه یوسي. جمهورخبري آژانس:کابل