د جمهور خبري آژانس مرکز 22 عقرب 1399 ساعت 14:06 http://jomhornews.com/ps/news/133374/ -------------------------------------------------- سرليک : د ازبکستان د اسلامي تحریک مشر فاریاب کې وژل شوی دی -------------------------------------------------- ملي دفاع وزارت وايي، د ازبکستان د اسلامي تحریک مشر عزیز یولداش په فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو عملیاتو کې وژل شوی دی. متن - منځ : ملي دفاع وزارت وايي، د ازبکستان د اسلامي تحریک مشر عزیز یولداش په فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو عملیاتو کې وژل شوی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن پنشنبې د لړم ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، عزیز یولداش د فاریاب د غورماچ ولسولاۍ په سعیدګل کلي کې وژل شوی دی. دفاع وزرات د عزیز یولداش د وژل کېدو کره نېټه نه ده په ګوته کړې خو وايي په عملیاتو کې د هغه زوی هم ټپي شوی دی. خبرپاڼه وايي، عزیز یولداش په شمالي ولایتونو کې په ځانګړي ډول په فاریاب کې په ناامنیو، تروریستي فعالیتونو او زموږ د هېوادوالو په وژلو کې مهم رول درلود. د یادونې ده، چې عزیز یولداش د شرقي ترکستان د اسلامي غورځنګ د مشر طاهر یولداش زوی دی. طاهر یولداش په ۲۰۰۹ کال کې په پاکستان د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو. جمهورخبري آژانس:کابل