د جمهور خبري آژانس مرکز 19 قوس 1398 ساعت 8:57 http://jomhornews.com/ps/news/122970/ -------------------------------------------------- سرليک : ولسمشرغني له آلیس ویلز سره پر افغان سوله خبرې کړې دي -------------------------------------------------- افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اسیا زړه –استانبول پروسې د اتم کنفرانس په څنډه کې د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې آلیس ویلز سره کتلي دي. متن - منځ : افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اسیا زړه استانبول پروسې د اتم کنفرانس په څنډه کې د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې آلیس ویلز سره کتلي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه کتنه کې دواړو لورو د سولې او سیمه ییز اتصال تر څنګ پر یو لړ نورو موضوعاتو هم خبرې کړې دي. ولسمشر غني د حکومت د سولې اووه مادیز پلان ته په نغوتې ویلي، سوله د حکومت لومړیتوب او د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنه ده. ښاغلي غني په ټینګار سره و ویل، چې دوی د سولې د داسې مذاکراتو په هڅه کې دي، چې په پایله کې یې په واقعي مانا جنګ پای ته ورسېږي او تلپاتې سوله ټینګه شي. ولسمشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مناسباتو د لا ښه والي او د سیمه ییز اتصال او همکاریو د هڅونې په برخه کې د امریکا متحدو ایالتونو رول ارزښتناک وباله. د هغه په وینا افغانستان د سیمې د څلور لارې په توګه په سیمه ییز اتصال او همکاریو کې د پاکستان په ګډون د سیمې د ټولو هیوادونو د فعال ګډون غوښتونکی دی. په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلیس ویلز ویلي،امریکا هم د تلپاتې سولې لپاره د افغان حکومت او خلکو تر څنګ ولاړه او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده. جمهورآژانس:کابل