د جمهور خبري آژانس مرکز 11 قوس 1400 ساعت 9:54 http://jomhornews.com/ps/news/145236/ -------------------------------------------------- سرليک : هند او اروپايي ټولنې پر افغانستان خبرې کړې دي -------------------------------------------------- د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هارش واردان شرینګلا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاس سره لیدلي دي. متن - منځ : د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هارش واردان شرینګلا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاس سره لیدلي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باګچي وایي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان په اړه مهمې خبرې کړې دي. د نوموړي په وینا په دې لیدنه کې دواړو لورو موافقه وکړه، چې د هند او اروپايي ټولنې تر منځ به د افغانستان په اړه همغږي دوام وکړي. د هند د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي. جمهورخبري آژانس:کابل