د جمهور خبري آژانس مرکز 25 میزان 1397 ساعت 14:44 http://jomhornews.com/ps/news/109335/ -------------------------------------------------- سرليک : نیمروز کې پنځه سرحدي پولیس وژل شوي -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وايي، نیمروز ولایت کې پر پوله ساتو ځواکونو د طالبانو په برید کې ۶ سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وايي، نیمروز ولایت کې پر پوله ساتو ځواکونو د طالبانو په برید کې ۶ سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو تېره شپه (د تلې ۲۴ مه) د نیمروز ولایت کنګ ولسوالۍ کې ایران پولې ته څېرمه پر افغان سرحدي پوستو بریدونه کړي دي. د د کنګ ولسوال محمد جمعه علمي ویلي، د طالبانو په دې برید کې پنځه سرحدي پولیس وژل شوي او یو بل تن ټپي شوی دی. نوموړي زیاته کړې، چې په جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، خو یوه سراچه موټء، څو د راکټ مرمۍ د پولیسو لاس ته ورغلې دي. طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:نیمروز