د جمهور خبري آژانس مرکز 31 ثور 1399 ساعت 9:13 http://jomhornews.com/ps/news/128028/ -------------------------------------------------- سرليک : د کندوز والي عبدالجبار نعیمي له دندې استعفا وکړه -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کندوز والي عبدالجبار نعیمي له خپلې دندې استعفاع کړې ده. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کندوز والي عبدالجبار نعیمي له خپلې دندې استعفاع کړې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي ښاغلی نعیمي له یوې مودې راهیسې ناروغ او د همدې ناروغۍ له امله یې دنده پرېښې ده. د نعیمي ویاند عصمت الله مرادي هم وايي، ښاغلي نعیمي د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره له دندې استعفی کړې ده. نعیمي څه موده وړاندې د ناروغۍ له امله روغتون کې بستر او جراحي عملیات یې وکړ، چې د مرادي په خبره اوس ډاکترانو په مشوره د درملنې لپاره یې دنده پرښې ده. د یادونې ده، چې ښاغلي نعیمي تر دې وړاندې د خوست، لغمان او وردګ ولایتونو د والي په توګه هم دنده ترسره کړې ده. جمهورخبري آژانس:کندوز