د جمهور خبري آژانس مرکز 8 حوت 1398 ساعت 11:29 http://jomhornews.com/ps/news/125427/ -------------------------------------------------- د امریکا د پوځ مشر: سرليک : د طالبانو په اړه ټولو اندېښنو ته مو پام دی -------------------------------------------------- په داسې حال کې چې ټاکل شوې په راتلونکو دوه ورځو کې د امریکا او طالبانو تر منخ د سولې هوکړه لاسلیک شي، د امریکا د پوځ مشر ډاډ ورکړی، چې د طالبانو په اړه ټولو اندېښنو ته یې پام دی. متن - منځ : په داسې حال کې چې ټاکل شوې په راتلونکو دوه ورځو کې د امریکا او طالبانو تر منخ د سولې هوکړه لاسلیک شي، د امریکا د پوځ مشر ډاډ ورکړی، چې د طالبانو په اړه ټولو اندېښنو ته یې پام دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د سوله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي دغه څرګندونې پرون د امریکا د کانګرس په یوه استماعیه غونډه کې کړې دي. نوموړي ویلي دی په دې پوه دی، چې طالبان څومره وړتیا لري خو بیا هم ورسره د سولې د یوه تړون د لاسلیک کېدو ملاتړ کوي. دی وایي، د طالبانو په اړه ټولو اندېښنو ته یې پام دی او هېڅکله به د دې ملاتړ ونه کړي، چې ورسره استخباراتي معلومات شریک کړي. مارک میلي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې د راتلونکې شنبې کب ۱۰ مه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه د قطر پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ درې ورځې وړاندې هند ته د سفر پر مهال ویلي، چې که طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته همداسې دوام ورکړي نو دی به ورسره د سولې هوکړه لاسلیک کړي او خپل نوم به هم په کې ولیکي. خو په ورته وخت کې یې دا هم ویلي، چې د امریکا قوي استخبارات به په افغانستان کې وي، او که طالبانو له سولې او ګړو ژمنو سرغواړی وکړ، سخت بریدونه به پرې وکړي. جمهورخبري آژانس:کابل