د جمهور خبري آژانس مرکز 8 ثور 1398 ساعت 8:27 http://jomhornews.com/ps/news/115923/ -------------------------------------------------- سرليک : امریکا کې پر یوه کلیسا په برید کې یو ښځه وژل شوې ده -------------------------------------------------- د امرکیا د کیلیفورنیا ایالت کې پر یوه یهودي کلیسا وسله وال کس برید کړی او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده،. متن - منځ : د امرکیا د کیلیفورنیا ایالت کې پر یوه یهودي کلیسا وسله وال کس برید کړی او څلورو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې برید د یوه نولس کلن وسله وال له خوا د د کیلیفورنیا ایالت په سانتایاگو ښار د یهوادنو پر عبادتځای شوی دی. راپورونه وایي، په دغه برید کې یوه ښځه وژل شوې او د یوې ښځې په ګډون درې تنه ټپیان شوي دي. پولیس وايي، بریدګر یې نیولی، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي. د امریکا ولسمشرټرمپ برید په کلکو ټکو غندلی دی. باید و ویل شي، چې شپږ میاشتې مخکې په پیټرس برګ کې پر یهودانو په یوه برید کې یولس تنه وژل شوي و. جمهورخبري آژانس:کابل