د جمهور خبري آژانس مرکز 30 عقرب 1400 ساعت 9:10 http://jomhornews.com/ps/news/144822/ -------------------------------------------------- سرليک : د چین د بشري مرستو یوه محموله کابل ته د رسېدو په حال کې ده -------------------------------------------------- کابل کې د چین سفارت اعلان کړی، چې د افغانستان سره د بشري مرستو یوه محموله له دغه چین څخه د کابل پر لور د لېږد په حال کې ده. متن - منځ : کابل کې د چین سفارت اعلان کړی، چې د افغانستان سره د بشري مرستو یوه محموله له دغه چین څخه د کابل پر لور د لېږد په حال کې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې سفیر وانګ يي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، له ۱۰۰۰ ټن څخه زیات خوراکي توکي او البسه له سین کیانګ څخه د کابل په لور د لېږد په حال کې دي. نوموړي زیاته کړې، چې په دغه محموله کې ډوډۍ، وچې شیدې، چای، ګرم لباس، بوټونه او کمپلې شاملې دي. سفیر ویلي، چې دوی د جولای میاشت څخه تر اوسه پورې له ۲۶۰۰ ټنه زیاتې بشري مرستې افغانستان ته لېږدولې دي. د چین سفر د بشري مرستو خبر پر داسې مهال ورکوي، چې د ملګرو ملتونو د ورستیو راپورنو له مخې له ۲۳ میلیونه زیات افغانان همدا اوس د لوږې سره مخ دي او که په وخت مرستې ورته ونه رسېږي ناورین به رامنځ ته شي. جمهورخبري آژانس:کابل