د جمهور خبري آژانس مرکز 20 عقرب 1398 ساعت 12:54 http://jomhornews.com/ps/news/122123/ -------------------------------------------------- سرليک : ولسي جرګې د ایکو سازمان او ترکمنستان سره موافقت پاڼې تصویب کړې -------------------------------------------------- ولسي جرګې د ایکو سازمان سره د قاچاق د مخنیوي په برخه کې د معلوماتو ورکولو او دغه راز له ترکمنستان سره د ستراتېژیک ګډون موافقت پاڼې تصویب کړې. متن - منځ : ولسي جرګې د ایکو سازمان سره د قاچاق د مخنیوي په برخه کې د معلوماتو ورکولو او دغه راز له ترکمنستان سره د ستراتېژیک ګډون موافقت پاڼې تصویب کړې. د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون د نن دوشنبې لړم د ۲۰ مې په عمومي غونډه کې دغه موافقت پاڼې رای ته وړاندې کړې. د یاد کمېسیون غړې رحیمه جامي و ویل، چې د ایکو سازمان سره د قاچاق د مخنیوي په برخه کې د معلوماتي بانک د رامنځ ته کولو موفقت پاڼې ګټه دا ده، چې د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري زیانونو څخه افغانستان ساتل کېږي. دغه راز د یاد کمېسیون بل غړي فکوري بهشتي بیا و ویل، چې د ترکمنسستان او افغانستان د ستراتېژیک ګډون د موافقت پاڼې ګټه هم په اقتصادي، سیاسي او فرهنګي برخو کې ده. خو د ولسي جرګې بل غړي رمضان بشردوست بیا له ترکمنستان سره د ستراتېژیک ګډون پر موافقت پاڼې له دې امله نیوکه وکړه، چې په وینا یې په دوه مادو کې یې راغلي، چې د دغه موافقت پاڼې پر بنسټ دوی نه شوي کولی له درېیم هېواد سره اړیکې ټینګي کړي. د بشردوست په وینا په دغه مادو کې ویل شوي چې له یادو هېوادونو یو یې هم نه شي کولی له دریمي هېواد سره په داسې شکل اړیکې وپالې، چې د بل هېواد د ملي ګټو ضد وي. نوموړي ټینګار وکړ، چې دغه دوه مادې د افغانستان خپلواکي تر سوال لاندې راولي او د ملي ګټو ضد دي. خو له دې سره سره د ولسي جرګې رییس دغه موافقت پاڼې رایې ته وړاندې کړې، چې د رایو په اکثریت سره په یوه پیلامه او ۱۷ مادو کې تصویب شوې. جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني