د جمهور خبري آژانس مرکز 19 حمل 1399 ساعت 10:51 http://jomhornews.com/ps/news/126697/ -------------------------------------------------- سرليک : په هرات کې ۴۰ روغتیايي کارکوونکي په کرونا اخته شوي دي -------------------------------------------------- سیمه ییز روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې په هرات ولایت کې ۴۰ تنه روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي دي. متن - منځ : سیمه ییز روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې په هرات ولایت کې ۴۰ تنه روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې هرات د روغتون رییس محمد عارف جلالي وايي، په دې کسانو کې ډاکتران، نرسان او د بېلا بېلو روغتیايي برخو کارکوونکي شامل دي. هغه ویليله بده مرغه زموږ یو شمېر ډاکتران، نرسان، پاکوونکي، د انستیزي متتخصصان او کارمندان په کرونا ویروس اخته شوي دي. د یادونې ده، چې تر اوسه پورې په افغانستان کې ۴۲۳ کسان په کرونا ویروس اخته شوي، چې ډېری یې په هرات او کابل ولایتونو کې دي. د عامې روغتیا وزارت د نن سه شنبې وري ۱۹ مې معلومات ښيي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۷ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي. د هرات روغتیايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې تر اوسه پر کرونا د اخته کسانو ۲۳۰ پېښې ثبت شوې دي، چې ۷۲ یې مېرمنې دي. باید و ویل شي، چې د کرونا ویروس له امله تر اوسه پورې د یوه ډاکتر په ګډون ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷ تنه ترې رغېدلي دي. جمهورخبري آژانس:هرات