د جمهور خبري آژانس مرکز 17 حوت 1398 ساعت 8:34 http://jomhornews.com/ps/news/125698/ -------------------------------------------------- سرليک : امنیت شورا د طالبانو او امریکا پر موافقې او بندیزونو پرېکړه کوي -------------------------------------------------- د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر دغه موافقې او بندیزونو په اړه پرېکړه کوي. متن - منځ : د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر دغه موافقې او بندیزونو په اړه پرېکړه کوي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د امنیت شورا دغه ګام وروسته له هغې اخلي، چې امریکا هڅه کوي، د سولې د دغه هوکړې لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ملاتړ خپل کړي. د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک په مسوده کې، چې یوه کاپي یې خبري آژانسونو ته هم تر لاسه کړې، د فبروۍ په ۲۹ نېټه د امریکا او طالبانو د موافقې د لاسلیک د اعلان هرکلی شوی دی. د دې مسودې پر اساس، د افغانستان کشالې ته د یوې سیاسي حللارې د موندلو او په افغانستان کې د دایمي او هراړخیز اوربند د ټینګېدو لپاره د بین الافغاني خبرو په ګډون د افغانستان د سولې په خاطر د ملګروملتو او د امریکا د نړیوالو شریکانو د پر له پسې ملاتړ غوښتنه شوې ده. په مسوده کې دغه راز راغلي چې پرېکړه لیک باید تصدیق شي او په هر ډول سیاسي حللاره کې د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او اقلیتونو حقونه په پام کې ونیول شي. دا ټکي د پرېکړه لیک په اصلي متن پورې ضمیمه شوي چې د ملګروملتو د امنیت شورا غړیو وړاندیز کړي دي. د پرېکړه لیک په اصلي متن کې، چې د امنیت شورا د غړیو له خوا ترتیب شوی، غوښتل شوي چې طالبان دې د ټولو خلکو حقونه رعایت کړي او له تعلیم او کاره د ښځو او نجونو د بې برخې کولو په شمول دې د پخوا په شان وحشتناک اقدامات نه کوي. ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا نن ناوخته د روسیې په غوښتنه د دې پرېکړه لیک په اړه په غیرعلني غونډه کې خبرې وکړي. په پرېکړه لیک کې همداراز د مخامخ خبرو لپاره د فضا د برابرېدو او اعتماد رامنځته کېدو په خاطر د حکومت او طالبانو له لوري د اقداماتو هرکای کوي. په دې پرېکړه لیک کې د موافقې تر لاسلیکېدو وړاندې د تاوتریخوالي د کمېدو او نړیوالو مرستو غوښتنه شوې ده. په پرېکړه لیک کې د سولې د پروسې د پیاوړتیا لپاره د بین الافغاني خبرو په لړ کې پر افرادو د بندیزونو د لېرې کېدو یا په دې برخه کې پر غور ټینګار شوی ده. په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې د تشدد د کمېدا په شمول د طالبانو چلند او د سولې په خبرو کې د هغوی پرمختګ پر بندیزونو اغېز لري. په پرېکړه لیک کې د دایمي سولې او جګړې د پای ته رسېدا لپاره د افغانانو د غوښتنې یادونه شوې او ویل شوي چې دایمي سوله یوازې په هغه پروسه کې ممکنه ده چې مشري او مالکیت یې د افغانانو وي او پراخې سیاي خبرې وشي. جمهورخبري آژانس:کابل