د جمهور خبري آژانس مرکز 17 اسد 1397 ساعت 13:57 http://jomhornews.com/ps/news/107193/ -------------------------------------------------- سرليک : افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی -------------------------------------------------- افغان او ترکمنستاني چارواکو د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د اقتصادي او سوداګریزه اړیکو پر پراختیا او خبرې اترې او ټینګار کړی دی. متن - منځ : افغان او ترکمنستاني چارواکو د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د اقتصادي او سوداګریزه اړیکو پر پراختیا او خبرې اترې او ټینګار کړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه خبرې د افغان ولسمشر او کابل کې د ترکمنستان د نوي سفیر هوجا اوویزوف تر منځ شوې دي. د ارګ نه خبره شوې خبرپانه وايي، ولسمشر غني په ارګ کې د هوجا اوویزوف سره وکتل او د دواړو هېوادو تر منځ پر اقتصادي پراختیا او د يو لړ مهمو پروژو په پلي کېدو یې ورسره خبرې وکړې. خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړو لورو په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا په ځانګړې توګه د سوداګریزې راکړې ورکړې په زیاتوالي ټینګار کړی دی. ښاغلي غني په خپلو خبرو کې ویلي، چې د پراختیایي کوریډور جوړېدل، د لاجوردو لار، ټاپي پروژه او د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د برېښنا لېږد پروژه چې عملي پلان به یې ډېر ژر چمتو شي او د سیمه ییز اتصال سترې پروژې به د سیمې پر ثبات او انکشاف هم مثبتې اغېزې ولري. جمهورخبري آژانس:کابل