د جمهور خبري آژانس مرکز 29 جوزا 1398 ساعت 11:37 http://jomhornews.com/ps/news/117499/ -------------------------------------------------- سرليک : د غزني لپاره د طالبانو مطبوعاتي مسوول نیول شوی دی -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو د غزني ولایت لپاره د طالبانو مطبوعاتي مسوول قاري عبدالجلال نیولی دی. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو د غزني ولایت لپاره د طالبانو مطبوعاتي مسوول قاري عبدالجلال نیولی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ویلي، قاري عبداجلال وړمه شپه د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوی. نوموړي زیاته کړې، چې قاري عبدالجلال د طالبانو سیمه ییز ویاند او د غزني لپاره مطبوعاتي مسوول وو، چې د غزني ښار اړوند سفندې سیمه کې د عملیاتو پر مهال ونیول شو. د هغه به وینا د طالبانو له دغه مطبوعاتي مسئول سره دوه لپټاپ کمپیوټرونه، یومیل تمانچه، یوه مخابره او یوه اندازه نور پوځي مهمات نیول شوي دي. د غزنی د والي ویاند وايي، قاري عبدالجلال په خوله رسنیو کې د حکومت پر ضد تلبغات کول او ځوانان یې د حکومت پر ضد هڅول. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:غزني