پایگاه خبرگزاری جمهور 27 اسد 1398 ساعت 11:32 http://jomhornews.com/fa/news/119495/ -------------------------------------------------- عنوان : د لښکرګاه ښاروالۍ لوبډلې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې اتلولي وګټله -------------------------------------------------- متن : د هلمند فوټبال فدراسیون په دغه ولایت د څلورو غوره لوبډلو ترمنځ د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کليزې په مناسبت غوره لیګ پيل کړی و، چې لښکرګاه ښاروالۍ لوبډلې د دغه لیګ اتلولۍ او د ريګستان بازانو بیا نایب اتلولي وګټله. د دغه لیګ کې په پایلوبه کې د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان، د هلمند فوټبال فدراسیون رییس رنګین دفتاني، د ملي امنیت رییس جنرال طاووس خان او ګڼور نورو دولتي چارواکو او سوداګرو ګډون کړی و. د هلمند فوټبال فدراسیون رییس د هلمند له ملي سوداګرو مننه وکړه، چې د یاد شوي لیګ مالي ملاتړ يې پر غاړه اخیستی و. د یادونې وړ ده، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د افغانستان فوټبال فدراسیون د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د فوټبال لوبې ترسره پيل کړې دي.