د جمهور خبري آژانس مرکز 19 اسد 1398 ساعت 11:30 http://jomhornews.com/ps/news/119299/ -------------------------------------------------- سرليک : ټرمپ بیا له کېم جونګ اون سره ګوري -------------------------------------------------- د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، ښايي یو ځل بیا د شمالي کوریا له ولسمشر کېم جونګ اون سره وګوري. متن - منځ : د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، ښايي یو ځل بیا د شمالي کوریا له ولسمشر کېم جونګ اون سره وګوري. د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ د شمالي کوریا ولسمشر ته یو لیک لېږلی و او اوس یې د هغه څخه هم ورته یو لیک تر لاسه کړی دي. اون ته د ټرمپ په لیک کې لیکل شوي وو چې دواړه لوري به ډېر ژر بیا سره و ویني او د اړیکو پر ښه کولو به خبرې وکړي. ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې کړې دي چې شمالي په دې وروستیو کې یې د ځينو توغندیو ازموینې هم ترسره کړې دي. د یادونې ده، چې له دې سره جوخت کیم جونګ اون د جنوبي کوریا او امریکا له ګډو تمریناتو هم ناراضه دی. جمهورخبري آژانس:کابل