د جمهور خبري آژانس مرکز 11 حمل 1399 ساعت 9:01 http://jomhornews.com/ps/news/126408/ -------------------------------------------------- سرليک : په سعودي باندې د بالستیک میزایلو بریدونه شوي -------------------------------------------------- د سعودي‌ عربستان حکومت وايي دوه بالستیک میزایل یې په پلازمینه ریاض او د جیزیان په ښار توغول شوي دي. متن - منځ : د سعودي عربستان حکومت وايي دوه بالستیک میزایل یې په پلازمینه ریاض او د جیزیان په ښار توغول شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې سعودي چارواکي وايي، دغه مزایل یې هدف ته تر رسېدو وړاندې شنډ او خنثی کړي دي. سره له دې چې دا میزایل شنډ کړل شوي دي، خو د سعودي دولتي اژانس وايي چې دوه ولسي خلک په ریاض کې د میزایلو په پرچو ژوبل شوي دي. تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی خو د سعودي پوځ د ایران له ملاتړه برخمن د یمن حوثي شیعه یاغیان تورن کړي چې دا میزایل یې توغولي دي. تر دې مخکې هم حوثي یاغیانو په سعودي باندې میزایل توغولي وو. تېرکال د سعودي په هوايي ډګر باندې میزایل توغول شوي وو چې بیا د سعودي چارواکو وویل چې دا میزایل په ایران کې جوړ شوي وو. جمهورخبري آژانس:کابل