د جمهور خبري آژانس مرکز 3 جوزا 1399 ساعت 11:12 http://jomhornews.com/ps/news/128109/ -------------------------------------------------- سرليک : اماراتو افغانستان ته ۷ ټنه طبي مواد ورکړل -------------------------------------------------- متحده عربي اماراتو یو ځل بیا د کرونا ویروس د مخینوی په موخه له افغانستان سره د ۷ ټنه طبي موادو مرسته کړې ده. متن - منځ : متحده عربي اماراتو یو ځل بیا د کرونا ویروس د مخینوی په موخه له افغانستان سره د ۷ ټنه طبي موادو مرسته کړې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه مرسته پرون جمعه د غبرګولي ۲ مه کابل ته راورسېده او افغان چارواکو ته وسپارل شوه. کابل کې د اماراتو سفیر عیسي سلیم محمد الظاهري وویل هېواد یې غواړي د افغانستان طبي پرسونل د کرونا وایرس په وړاندې هم د ځان ساتنه وکړي او هم د ناروغانو غم وخوري. د افغانستان دفاع وزارت هم ویلي، چې دغه مرستې دوی ته سپارل شوې او دوی د متحده عربي اماراتو له دغه مرستې څخه مننه کي. د یادونې ده، چې په دغو مرستو کې چې له ګووید نولس سره د مبارزې لپاره شوي، تشخیصیه وسایل، مصنوعي تنفسي ماشینونه او نور طبی وسایل شامل دي. متحده عربي امارت تر دې وړاندې د سږ کال په مارچ میاشت کې افغانستان ته د کرونا وایرس د ټیست ۲۰ زره الې رالېږلې وې. جمهورخبري آژانس:کابل