د جمهور خبري آژانس مرکز 15 اسد 1397 ساعت 15:48 http://jomhornews.com/ps/news/107102/ -------------------------------------------------- افغان اجرائیه رییس: سرليک : د تسلیم شویو داعشیانو پر جنایتونو به سترګې پټې نه شي -------------------------------------------------- د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله وایي، د هېواد په شمال کې له تسلیم شویو داعش وسله والو د جنګي بندیانو به شان چلند وشي او د هغوی پر جنایت په سترګې پټې نه شي. متن - منځ : د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله وایي، د هېواد په شمال کې له تسلیم شویو داعش وسله والو د جنګي بندیانو به شان چلند وشي او د هغوی پر جنایت په سترګې پټې نه شي. د جمهور آژانس د خبر له مخې عبدالله نن دوشنبې د زمري ۱۵ مه د وزیرانو شورا په ونده کې و ویل، چې تسلیم شوي داعشیان به تر عدلي او قضايي څار لاندې راوستل شي. د هغه په وینا د تسلیم مانا دا نه ده، چې څوک دې جنایت وکړي او کله چې کړۍ پر راتنګ شي نو دولت ته دې تسلیم شي او دولت دې هم د هغوی پر جنایتونو سترګې پټکې کړي. نوموړي د افغانستان خلکو په ځانګړي ډول د سرپل ولایت اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ، چې د دغه ولایت په میرزاولنګ دره کې د داعش ډلې له خوا د ملکي افغانانو د وژلو پيښه به د قانون پر بنسټ وڅیړل شي. عبدالله دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې تېره اونۍ د هېواد په شمال جوزجان ولایت کې تر ۲۰۰ پورې داعش وسله وال افغان ځواکونو ته تسلیم شول. جمهورخبري آژانس:کابل