د جمهور خبري آژانس مرکز 21 میزان 1400 ساعت 8:52 http://jomhornews.com/ps/news/143508/ -------------------------------------------------- سرليک : جوبایډن: غواړو افغانانو ته دیپلوماتیک، بشري او اقتصادي ملاتړ برابر کړو -------------------------------------------------- سپیڼه ماڼۍ د امریکا د ولسمشر جوبایډن له قوله وايي، امریکا غواړي له نړیوالې ټولنې سره یو ځای افغانانو ته دیپلوماتیک، بشري او اقتصادي ملاتړ برابر کړي. متن - منځ : سپیڼه ماڼۍ د امریکا د ولسمشر جوبایډن له قوله وايي، امریکا غواړي له نړیوالې ټولنې سره یو ځای افغانانو ته دیپلوماتیک، بشري او اقتصادي ملاتړ برابر کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، بایډن دغه څرګندونې پرون سه شنبې د تلې ۲۰ مه د جي ۲۰ هېوادونو په انلاین سرمشریزه کې کړې دي. د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له مخې د غونډې برخه والو د ټرورېزم او د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې د خطر په وړاندې د مبارزې د دوام پر اهمیت هم بحث وکړ. د اعلامیې له مخې برخه والو ومنله چې د ښځو، نجونو او نورو اقلیتونو د اساسي-بشري حقونو ملاتړ مهم دی. د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستان سره په بشردوستانه مرستو هم ټینګار کړی، خو ویلي یې دي، چې دغه مرستې باید په مستقیم ډول طالبانو ته ور نه کړل شي. د یادونې ده، چې د جي ۲۰ هېوادونو په سرمشریزه کې له افغانستان سره د بشري او اقتصادي مرستو پر ورکړې توافق وشو. تر غونډې وړاندې اروپايي ټولنې له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد بشردوستانه او اقتصادي مرستو د ورکړې اعلان وکړ. په غونډه کې د جرمني لومړۍ وزیرې انګلامېرکل نړیوالو ته خبرداری ورکړ، چې افغانستان باید ملي او اقتصادي پاشلتیا ته پرېنښودل شي. د ایټالیا لومړي وزیر هم د مېرمن مېرکل څرګندونې تایید کړې او ټینګار یې وکړ، چې له طالبانو سره باید اړیکې وپالل شي خو دا په د رسمیت پېژندولو په مانا نه وي. جمهورخبري آژانس:کابل