د جمهور خبري آژانس مرکز 24 حوت 1396 ساعت 9:40 http://jomhornews.com/ps/news/102404/ -------------------------------------------------- د افغانستان د دیني عالمانو شورا: سرليک : طالبان دې نور د افغانستان له ورانولو لاس واخلي -------------------------------------------------- د افغانستان د دیني عالمانو سرتارسري شورا له وسله والو طالبانو غوښتي، چې نور د بې ګناه افغانانو له وژلو او د افغانستان له ورانولو لاس واخلي. متن - منځ : د افغانستان د دیني عالمانو سرتارسري شورا له وسله والو طالبانو غوښتي، چې نور د بې ګناه افغانانو له وژلو او د افغانستان له ورانولو لاس واخلي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دیني عالمان په یوه خبرپاڼه کې د سولې په تړاو د حکومت له وړاندې شوې طرحې ملاتړ او له طالبانو یې غوښتي چې د دغه طرحې هرکلی وکړي. د دیني عالمانو په دې خبرپاڼه کې پر طالبانو غږ شوی، چې نور له جګړې لاس په سر او د سولې خبرو ته غاړه کېږي. دوی له وسله والو ډلو نه غوښتي چې نور دې په یو او بل نوم د افغانانو وینې نه تویه وي او د بین الافغاني مزاکراتو له لارې دې د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کېږدي. د افغان عالمانو سرتاسري شورا د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې د حکومت له لوري وړاندې شوې طرحه یوه بې مخینې او هر اړخیزه طرحه بللې ده. دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغان حکومت ښکېل اړخونه دې هم خپل اختلافات پای ته ورسوي او اجازه دې نه ورکوي چې له شته مخالفتونو نه د هېواد دښمنان ګټه پورته کړي. جمهورخبري آژانس:کابل