د جمهور خبري آژانس مرکز 28 میزان 1397 ساعت 15:04 http://jomhornews.com/ps/news/109407/ -------------------------------------------------- د ملي امنیت شورا سلاکار: سرليک : ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب دی -------------------------------------------------- د افغانستان د امنيت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، خلکو په ټاکنو کې په خپل پراخ ګډون سره وښوده چې د ولسواکۍ دښمنان يې د ارادو مخه نه شي نيولی. متن - منځ : د افغانستان د امنيت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، خلکو په ټاکنو کې په خپل پراخ ګډون سره وښوده چې د ولسواکۍ دښمنان يې د ارادو مخه نه شي نيولی. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب نن غرمه د کابل اماني لېسې د رايې ورکولو مرکز کې د خپلې رايې په کارولو سره وويل، په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون د حکومت او افغان ولس ستره لاسته راوړنه ده. نوموړي زیاته کړه، چې افغانانو له نسبي ګواښونو سره - سره په دغې ملي او ټولمنلې پروسه کې پراخ ګډون وکړ او ويې ښوده چې د ولسواکۍ دښمنان نه شي کولی د روښانه راتلوونکي لپاره د ولس د ارادو خنډ شي. هغه ډاډ څرګند کړ، چې افغان ځواکونه په ټول هېواد کې د رايې ورکولو مرکزونو د امنيت خونديتوب لپاره ګومارل شوي او خلک کولی شي د خپلې خوښې نوماند د ټاکلو لپاره د رايې مرکزونو ته ورشي. باید و ویل شي، چې نن شنبې د تلې ۲۸ د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې د ټاکنو بهیر پیل شوی، او ګڼو خلکو په ټاکنو کې ګډون کړی دی. جمهورخبري آژانس:کابل