د جمهور خبري آژانس مرکز 11 میزان 1397 ساعت 14:10 http://jomhornews.com/ps/news/108869/ -------------------------------------------------- سرليک : نیمروز کې ۱۲ پولیس او طالبان وژل شوي دي -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وايي، نیمروز ولایت کې د افغان پولیس او طالبانو تر منځ جګړه کې له دواړو غاړو ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وايي، نیمروز ولایت کې د افغان پولیس او طالبانو تر منځ جګړه کې له دواړو غاړو ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې جګړه تېره شپه (د تلې ۱۰ مه) د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې طالبانو په سیمه کې د پولیسو پر پوسته برید وکړ. د چخانسور ولسوال حبیب الله اسد ویلي، د طالبانو په برید کې شپږ پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. خو په وینا یې د پولیسو په ځوابیه برید کې شپږ وسله وال طالبان هم وژل شوي، چې جسدونه یې د جګړې په ډګر کې پاتې دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:نیمروز