د جمهور خبري آژانس مرکز 29 عقرب 1398 ساعت 10:01 http://jomhornews.com/ps/news/122368/ -------------------------------------------------- مایک پمپیو: سرليک : تمه ده د بندیانو تبادله په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو سبب شي -------------------------------------------------- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تمه ښودلې، چې د بندیانو تبادله به افغانستان کې سولې او د جګړې پای ته رسېدو ته زمینه برابره کړي. متن - منځ : د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تمه ښودلې، چې د بندیانو تبادله به افغانستان کې سولې او د جګړې پای ته رسېدو ته زمینه برابره کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې پمپیو ویلي، په کابل کې د امریکايي پوهنتون استادان د امریکايي ځواکونو په مرکز کې دي او ژر به له خپلو کورنیو سره یو ځای شي. نوموړي زیاته کړې، هیله لري، د هغوی خوشې کېدل یو بل ښه نیت څرګند کړي چې سولې او په افغانستان کې د جګړې ختمېدو ته لار پرانیزي. په ورته وخت کې طالبانو هم په یوه اعلامیه کې ویلي، د بندیانو تبادله به د باور رامنځ ته کولو، ښه نیت او سولې د ګړندي کولو لپاره یو مهم ګام دی. د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو تر څنګ یې لس افغان سرتېري هم خوشې کړي دي. د ذبیح الله مجاهد له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید خوشې کېدل یو مثبت ګام و او دوی یې هرکلی کوي خو په بدل کې یې دوی هم دوه تنه د امریکايي پوهنتون استادان او لس افغان سرتېري نن خوشې کړي دي. نوموړي دا یوه بریالۍ تکمیل شوې پروسه بللې ده او زیاته کړې یې ده دا حسن نیت او د باور جوړونې لپاره مهم کار و چې د سولې پروسې له چټکتیا سره مرسته کوي. د یادونې ده، چې انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید دوه ورځې وړاندې د بګرام زندان څخه خوشي او د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ته وسپارل شول. دوی درې واړه د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو د دوه استادانو بدل کې خوشي شول، چې دغه دوه استادان هم پرون د طالبانو له لوري د افغانستان د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه امریکایي لوري ته وسپارل شول. ولسمشر غني د درې طالب زندانیانو د خوشي کېدو د اعلان پر مهال و ویل، چې دا کار د سولې لپاره د باور فضا د رامنځ ته کولو، سولې مخامخ خبرو، تاوتریخوالي کمېدو او دغه راز له دوه امریکایي استادانو سره د خواخوږۍ په موخه خوشي کوي. جمهورخبري آژانس:کابل