د جمهور خبري آژانس مرکز 3 میزان 1400 ساعت 8:12 http://jomhornews.com/ps/news/142861/ -------------------------------------------------- عمران خان: سرليک : طالبان کېدای شي د سولې برخه کې د امریکا باالقوه شریکان و اوسي -------------------------------------------------- د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي، طالبان کېدای شي، د سولې په برخه کې د امریکا او پاکستان بالقوه شریکان و اوسي. متن - منځ : د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي، طالبان کېدای شي، د سولې په برخه کې د امریکا او پاکستان بالقوه شریکان و اوسي. د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي له نیوز ویک مجلې سره مرکه کې د طالبانو پر وړاندې د امریکا د ولسمشر جو بایډن سخت دریځ غیر ضروري وباله. نوموړي زیاته کړې، پاکستان لېواله دی چې د ترورېزم پر ضد د امریکا همکار واوسي. عمران خان د سیمې د قدرتونو او امریکا ترمنځ همکاري د ناورین د مخنیوي لپاره چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګېدو وروسته یې احتمال زیات شوی دی، مهم وباله. د پاکستان لومړي وزیر د طالبانو له لوري د حکومت نیولو ته په اشارې ویلي، له دې کبله ممکن د افغانستان امنیتي وضعیت ثبات ومومي. جمهورخبري آژانس:کابل