د جمهور خبري آژانس مرکز 20 اسد 1397 ساعت 9:47 http://jomhornews.com/ps/news/107266/ -------------------------------------------------- امریکا: نور پاکستاني عسکر نه روزو سرليک : پاکستان: موږ یې روسیې او چین ته لېږو -------------------------------------------------- د ډونالډ ټرمپ ادارې پرېکړه کړې، چې نور به پاکستاني عسکر نه روزي، خو پاکستان ویلي، که امریکا دا کار وکړي نو دوی به خپل عسکر د روزنې له پاره روسیې او چین ته ولېږي. متن - منځ : د ډونالډ ټرمپ ادارې پرېکړه کړې، چې نور به پاکستاني عسکر نه روزي، خو پاکستان ویلي، که امریکا دا کار وکړي نو دوی به خپل عسکر د روزنې له پاره روسیې او چین ته ولېږي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دا پرېکړه د هغو اقداماتو برخه ده، چې د امریکا له لوري د پاکستان پر وړاندې اخیستل کېږي. ټاکل شوې وه، چې د امریکا په نظامی پوهنتونو کې پاکستاني افسران د روزنې او زده کړو لپاره جذب شي او روزنه ورکړل شي. خو د ټرمپ ادارې خپلو اړونده چارواکو ته سپارښتنه کړې چې دغه لړۍ ودروي او نور د امریکا په نظامي پوهنتونو کې پاکستاني افسران ونه روزي. بل خوا د پاکستان حکومت ویلي، که امریکا پر خپله پرېکړه ودرېږي، نو خپل افسران به چین او روسیې ته د روزنې لپاره ولېږي. دا په داسې حال کې ده، چې تازه د روسیې مرستیال دفاع وزیر پاکستان ته په سفر تللی و او هلته یې د پاکستان له نظامي چارواکو سره د سیمې د روان وضعیت او ترهګرۍ سره د مبارزې د خبرو تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ په نظامي همکاریو او مرستو هم توافق کړی دی. ویل کېږي، چې همدا اوس هم لسګونه پاکستاني نظامیان د روسي روزونکو له لوري روزل کېږي او ګډ تمرینونه ترسره کوي. جمهورخبري آژانس:کابل