د جمهور خبري آژانس مرکز 4 دلو 1400 ساعت 9:30 http://jomhornews.com/ps/news/147064/ -------------------------------------------------- سرليک : د نبیل ادعا: ملا برادر او ملا یعقوب به پټه روسیې ته تللي دي -------------------------------------------------- د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ادعا کړې، چې د طالبانو د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برارد او د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په یوه پټ سفر روسیې ته تللي دي. متن - منځ : د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ادعا کړې، چې د طالبانو د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برارد او د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په یوه پټ سفر روسیې ته تللي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې نبیل د خپلو سرچینو له قوله ادعا کړې، چې سفر ناروې ته د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو د یوه پلاوي له سفر سره په هم مهاله ډول تر سره شوی. رحمت الله نبیل په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي. اسلامي امارت هم تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:کابل