د جمهور خبري آژانس مرکز 5 حوت 1398 ساعت 8:17 http://jomhornews.com/ps/news/125284/ -------------------------------------------------- امریکايي جنرال ډاکتر عبدالله ته! سرليک : ټاکنې د بایللې ویې منه، ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه درسره مرسته نه شي کولی -------------------------------------------------- د امریکا د پوځ یوه پخواني لوړ پوړي چارواکي ډاکتر عبدالله عبدالله باندې غږ کړي، چې د ټاکنو پایلې ومني ځکه ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه درسره د بریالیتوب مرسته نه شي کولی. متن - منځ : د امریکا د پوځ یوه پخواني لوړ پوړي چارواکي ډاکتر عبدالله عبدالله باندې غږ کړي، چې د ټاکنو پایلې ومني ځکه ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه درسره د بریالیتوب مرسته نه شي کولی. د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکا د پوځ پخواني لوی درستیز مرستیال متقاعد جنرال جک کېن په خپله ټوېټر پانه عبدالله ته په خطاب کې ویلي،۳۹ فیصده رایې درسره مرسته نه کوي او د انتخاباتو پایلې ومنه. نوموړي زیاته کړېعبدالله د افغانستان په انتخاباتو کې د بري ادعا کوې حال دا چې په قطعي ډول یې انتخابات بایللي دي؛ د ۵۰ اعشاریه ۶۴ په وړاندې ۳۹ اعشاریه ۵۲ فیصده درسره مرسته نه شي کولی. څنګ ته شه. ولسمشر غني له طالبانو سره د خبرواترو لپاره ملاتړ ته اړتیا لري، نه تفرقې ته. دغه امریکایي جنرال پر داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې په کور د ننه عام خلک هم وایي، د ټاکنو بایلونکي ټیمونه باید وروستۍ پایلې ومني او هېواد د بیا بحران ته نه بیايي. جمهورخبري آژانس:کابل