د جمهور خبري آژانس مرکز 30 اسد 1398 ساعت 9:40 http://jomhornews.com/ps/news/119588/ -------------------------------------------------- ټرمپ: سرليک : طالبان له موږ سره سوله غواړي، افغانستان کې مو حضور حتمي دی -------------------------------------------------- د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره پر مذاکراتو او له افغانستان د ځواکونو پر ایستلو ټینګار کړی، خو وايي، په دغه هېواد کې د امریکا حضور حتمي دی. متن - منځ : د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره پر مذاکراتو او له افغانستان د ځواکونو پر ایستلو ټینګار کړی، خو وايي، په دغه هېواد کې د امریکا حضور حتمي دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ چې پرون یې په سپینه ماڼۍ کې وینا کوله یو ځل بیا ویلي، کولی شي د افغانستان جګړه په یوه اونۍ کې وګټي خو نه غواړي لس میلیونه وګړي و وژل شي. هغه په افغانستان کې د امریکا ۱۹ کلن حضور د خندا وړ بللی ویلي یې دي، امریکا نور نه شي کولی په دغه هېواد کې د پولیسو رول ولوبي. ولسمشر ټرمپ ویلي، غواړي له افغانستان خپل یو شمېر ځواکونه وباسي خو په وینا یې په دغه هېواد کې د امریکا حضور حتمی دی تر څو هر څه له نېږدي وڅاري او دا هېواد د ترهګرو په پوهنتون بدل نه شي. نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له افغان حکومت، طالبانو او نورو اړخونو سره خبرې روانې او مختلفت اړخونه تر څېړنې لاندې دي. ده ویلي د دغه جنګ د ختمولو لپاره مختلف اړخونه لټو، په یوه لار یې لګیا یو، خو نه پوهېږم، چې دغه پلان به ما او هغوی (طالبانو) ته د قبلولو وړي وي او که نه، خو مونږ ډیرې ښې خبرې کوو. د امریکا ولسمشر ټرمپ زیاته کړې، په دې هم پوهېږي، چې طالبان د افغانستان د حکومت درناوی نه کوي او له زیاتې مودې راهیسې دواړه لوري یو له بل سره نه جوړېږي، خو په وینا یې امریکا په افغانستان کې له ۱۹ کلونو راهیسې د امنیت د ساتونکو په توګه کار کوي او دا ډېره اوږده موده ده. ولسمشر ټرمپ د خپلو خبرو په پای کې ویلي، پوهېږي، چې طالبان له امریکا سره سوله او د جګړې درول غواړي، ځکه هغوی هم ډېر څه له لاسه ورکړي، خو ګوري به چې څه کېږي. جمهورخبري آژانس:کابل