د جمهور خبري آژانس مرکز 22 ثور 1398 ساعت 13:40 http://jomhornews.com/ps/news/116329/ -------------------------------------------------- سرليک : غزني کې د پاکستانیانو په ګډون ۱۱ وسله وال وژل شوي -------------------------------------------------- ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي، چې څلور په کې پاکستانیان دي. متن - منځ : ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي، چې څلور په کې پاکستانیان دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د غوايي ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځانګړو پوځیانو دغه یرغلیز عملیات د غزني ښار اړوند د اسفندې په سیمه کې تر سره کړي دي. سرچینه زیاتوي، چې په عملیاتو کې د څلورو پاکستانیانو په ګډون ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ګن شمېر وسلې، مهمات او څو عرادې موټر سایکلونه هم د افغان پوځیانو لاس ته ورغلي دي. دفاع وزارت وايي، له دغه پاکستاني وژل شویو وسله والو نه د تګ راتګ پاسپورټونه، اسناد او ځینې لاسوندونه هم تر لاسه شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ کې هم د عملیاتو پر مهال د دریو پاکستانیانو په ګډون یو شمېر وسله وال وژل شوي وو، چې یو هم په کې د اسدالله مشهور په سنګري د حقاني شبکې یو مهم قوماندان هم شامل و. جمهورخبري آژانس:کابل