د جمهور خبري آژانس مرکز 1 دلو 1397 ساعت 8:23 http://jomhornews.com/ps/news/112620/ -------------------------------------------------- سرليک : میدان وردګو کې د ځانګړو ځواکونو په مرکز چاودنه شوې -------------------------------------------------- راپورنه وايي، میدان وردګ ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په یوه مرکز چاودنې شوې خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي. متن - منځ : راپورنه وايي، میدان وردګ ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په یوه مرکز چاودنې شوې خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د مخې چاودنه نن دوشنبې د سلواغې اوله د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د ځانګړو ځواکونو په مرکز شوې ده. د میدان وردګ د والي ویاند عبدالرحمن منګل د چاودنې پخلی کوي، خو د زیان او چاودنې د نوعیت په اړه یې څه نه دي ویلي. بل خوا ځینې راپورونه وايي، دغه چاودنه ځانمرګی برید و، چې مرګ ژوبله هم لري. تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی. دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د لوګر پر والي هم موټر بم ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ۸ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي وو. د دغه برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی وو. جمهورخبري آژانس:کابل