د جمهور خبري آژانس مرکز 22 حوت 1397 ساعت 13:20 http://jomhornews.com/ps/news/114420/ -------------------------------------------------- سرليک : انسان تښتوونکو کابل کې یوه شپږ کلنه ماشومه وژلې، خو دوی هم نیول شوي -------------------------------------------------- پلازمېنه کابل کې سړي تښتوونکو یوه شپږ کلنه ماشومامه (مهسا) تر تښتولو وروسته په ډېره بې رحمۍ وژلې او مړی یې موندل شوی دی. متن - منځ : پلازمېنه کابل کې سړي تښتوونکو یوه شپږ کلنه ماشومه (مهسا) تر تښتولو وروسته په ډېره بې رحمۍ وژلې او مړی یې موندل شوی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ماشومه پنځه ورځې وړاندې د کابل ښار د پنځلسمې حوزې د ۳۱۵ پروژې له سیمې څخه تښتولې وه. راپورونه وایي، سړي تښتوونکو د دغه ماشومې له کورنۍ څخه درې لکه ډالر غوښتي و، خو د کورنۍ په توان کې یې نه وه، چې هغوی ته دا پیسې ورکړي. د راپورونو پر اساس انسان تښتونکو وروسته ترهغې چې د یادې ماشومې کورنۍ د پیسو د ورکړې توان نه درلود، دغه نجلۍ دوه شپې وړاندې وژلې او مړی یې تر یوه پله لاندې غورځولی دی. کابل پولیسو هم د دغه ماشومې د تښتول کېدو او وژل کېدو پخلی کړی خو ویلي یې دي، چې د یادې پېښې دوه تنه اصلي عاملین یې نیولي دي. د شهیدې شوې ماشومې کورنۍ اوس عدالت غواړي او له دولت څخه غوښتنه کوی، چې د پېښې عاملینو ته باید سخته سزا ورکړي. په ورته وخت په خواله رسنیو هم د دغه ماشومې وژل کېدو سخت غبرګونونه راپارولي او له حکومت څخه یې غوښتي، چې د دې پېښې عاملین د پغمان د پېښې په شان په عام محضر کې په دار وځړوي. جمهورخبري آژانس:کابل