د جمهور خبري آژانس مرکز 11 قوس 1400 ساعت 8:38 http://jomhornews.com/ps/news/145228/ -------------------------------------------------- سرليک : د طالبانو د لیکو د چاڼ کمېسیون، د بهرنیو استخباراتو د نفودي کسانو شتون نه ردوي -------------------------------------------------- د طالبانو د لیکو د تصفيې د کميسيون مشر مفتي لطيف الله حکیمي وايي، خپلو لیکو کې د بهرنيو استخباراتي شبکو د نفوذي کسانو موجوديت نه شي ردولی. متن - منځ : د طالبانو د لیکو د تصفيې د کميسيون مشر مفتي لطيف الله حکیمي وايي، خپلو لیکو کې د بهرنيو استخباراتي شبکو د نفوذي کسانو موجوديت نه شي ردولی. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حکیمي په یوه تلوېزیوني مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د تېرو ۲۰ کلونو راهیسې مختلفو استخباراتي شبکو حضور درلود او د دې امکان شته چې دغه شبکو د دوی لیکو ته هم نفود کړی وي. خو ټینګار کوي، چې د دوی کمېسیون له بشپړو صلاحیتونو برخمن دي او فعالیتونه یې په جدي ډول روان دي تر څو خپلې لیکې پاکې کړي. ښاغلي حکیمي وايي، دوی د لیکو د تصفیې لپاره په ټولو ولایتونو کې دفترونه پرانیستي او د هغو کسانو د چاڼ لپاره جدي او عاجل ګامونه اخستل کېږي، چې د طالب په جامه کې د اسلامي امارت د اصولو خلاف عمل کوي. نوموړي په دې برخه کې د سلګونو هغو کسانو د تشخيص خبر ورکړ، چې د غلطیو له تشخيص وروسته د طالبانو له لیکو څخه ایستل شوي دي. د طالبانو د لیکو د تصفيې د کمېسيون مشر په ځانګړي ډول د هغو کسانو يادونه کوي، چې له داعش ډلې سره د تړاو موضوع پرې ثابتېږي. جمهورخبري آژانس:کابل