د جمهور خبري آژانس مرکز 14 عقرب 1397 ساعت 8:56 http://jomhornews.com/ps/news/109921/ -------------------------------------------------- سرليک : فاریاب کې د طالبانو د نظامي کمېسیون رییس وژل شوی دی -------------------------------------------------- د کورنیو چارو وزارت فاریاب کې د دغه ولایت د دریو ولسوالیو له پاره د طالبانو د نظامي کمېسیون رییس د وژل کېدو خبر ورکړی دی. متن - منځ : د کورنیو چارو وزارت فاریاب کې د دغه ولایت د دریو ولسوالیو له پاره د طالبانو د نظامي کمېسیون رییس د وژل کېدو خبر ورکړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن دوشنبې د لړم ۱۴ مه په خپره کړې خبرپاڼه کط ویلي، چې وژل شوی طالب قاري یوسف مشهور په حقیار دی. په خبرپانه کې ویل شوی، چې قاري یوسف د فاریاب د خواجه سبزپوش، شېرین تګاب او دولت آباد ولسوالیو له پاره د طالبانو د نظامي کمېسیون رییس او د دغه ډلې یو کلېدي غړی وو. سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو دغه مهم غړی دوه ورځې وړاندې د فاریاب ولایت په شېرین تګاب ولسوالۍ کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په نښته کې سخت ټپي شوی وو. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې قاري یوسف تېره شپه د فاریاب ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ د عطاخان په سیمه کې د سختو ټپو له امله ساه ورکړې ده. د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې دغه طالب مشر د ګڼو ولسوالیو په ناامینو کې لاس درلود. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:کابل