د جمهور خبري آژانس مرکز 4 قوس 1399 ساعت 9:48 http://jomhornews.com/ps/news/133726/ -------------------------------------------------- ولسمشر غني د جینوا کنفرانس ته! سرليک : له نړیوالې ټولنې خیره مرسته نه بلکې له نړۍ سره اتصال غواړو -------------------------------------------------- افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جینوا کنفرانس په څنډه کې د سیمه ییزه همکاریو غونډې ته د وینا پر مهال د افغانستان د اقتصادي پراختیا پر ودې او لارو خبرې وکړې، ویې ویل، چې هېواد یې له نړیوالې ټولنې خیریه مرسته نه بلکې، له نړۍ سره اتصال غواړي. متن - منځ : افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جینوا کنفرانس په څنډه کې د سیمه ییزه همکاریو غونډې ته د وینا پر مهال د افغانستان د اقتصادي پراختیا پر ودې او لارو خبرې وکړې، ویې ویل، چې هېواد یې له نړیوالې ټولنې خیریه مرسته نه بلکې، له نړۍ سره اتصال غواړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان په اړه د جینوا کنفرانس د ۷۰ هېوادونو د استازو او ۳۰ نړیوالو بنسټونو په ګډون پرون دوشنبې د لیندۍ ۲ مه د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر محمد حنیف اتمر په وینا رسمآ پیل شو. دغه کنفرانس چې نن به هم دوام ولري، پرون یې مقدماتي ناسته په افغانستان کې د تل پاتې سولې راتلو په اړه د ښاغلي اتمر او اروپايي ټولنې د کمېسر یانز لینار چیچ په خبرو پیل شو. یادې ناستې ته ولسشمر غني هم وینا وکړه ویې ویل، چې افغانستان له نړیوالې ټولنې خیریه مرستې نه بلکې، له نړۍ سره اتصال غواړي. د افغانستان لپاره د جینوا کنفرانس په څنډه کې د سیمه ییزه همکاریو غونډه کې د جمهوررئیس محمد اشرف غني د وینا د ژباړې متن: د جمهوري ریاست لومړی مرستیال، د جمهوري ریاست دویم مرستیال، جلالتمابانو، ښاغلی اتمر، ښاغلی ارغندیوال، مېرمن دیبورا لاینز، ښاغلو او اغلو، قدرمنو همکارانو؛ د ویاړ ځای دی چې په نننۍ انلاین غونډه کې حضور لرم. اسیا په مفکورې له استوارې سیمې څخه په یوې عمل کوونکې/ فنکشنال سیمې د تحول په حال کې ده. اسیا په علمي برخه کې د خپلو فعالیتونو او کارونو له امله په مفکوره یي سیمه مشهوره ده. د یوې عمل کوونکې سیمې په توګه د اسیا راڅرګندېدل او له یوې مفکورې څخه په اقتصادي براعظم د هغې تحول، د دې وچې په حیاتي زېربناوو د پرېمانه پانګونې پایله ده چې له لومړني، دویم، دریم او څلورم صنعتي انقلابونو سره مخامخ اړیکه لري. پر یوې عملګرا سیمې د دغې سیمې د بدلېدو اتصال د ارزښت وړ دی. ځکه هغه تعاملات چې په دغه سیمه کې د حیاتي زیربناوو د موجودیت پر مټ رامنځته شوي، مشخصولای شي چې اتصال تر کومې اندازې په کې تحقق موندلی. پر هغو سیمو چې د تقاطع نقطې دي، تمرکز د خنډونو او فرصتونو د تشخیص زمینه برابروي. د کرونا ویروس تر خپرېدو مخکې په اسیا براعظم کې لاندې بهیرونه د تغییر کچه په ډاګه کوي. ۱- له ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې په مختلفو برخو له هغې ډلې برېښنا، سړک جوړونه، مخابراتو، ریل پټلۍ، اوبو، بندرونو او هوایي ډګرونو کې پنځوس سلنه پانګونه اولس هیوادونو کړې ده. دغه پانګونه په ۲۰۰۷ کال کې له ۱٫۸ ټریلیون ډالرو څخه په ۲۰۱۶ کال کې ۲٫۳ ټریلیون ډالرو ته زیاته شوې چې ۲٫۹ سلنه کلنۍ وده ښیي. ۲- د اکسفورډ اقتصادي مرکز د اټکل پر اساس، امکان لري چین چې د یادو هیوادونو د پانګونې یوازې پنځوس سلنه جوړوي، ۲۶ ټریلیون ډالر او شپاړس نور اسیایي هیوادونه د ۲۰۱۶ او ۲۰۴۰ کلونو ترمنځ ۲۲٫۴ ټریلیون ډالر پانګونه وکړي. ۳- اسیا د راتلونکي لپاره د شته او اړتیا وړ پانګو ترمنځ د منابعو د اماده کولو ډېره کمه خلا لرله. ۴- په داسې حال کې چې د ارزښت زنځيرونو، د عرضې زنځیرونو، سیستمونو او پروسو، د اسیا هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالي او د اسیا او د نړۍ د نورو سیمو ترمنځ تجارت کې د تغییراتو د اندازه کولو په اړه هر اړخیزه مطالعه رامنځته شوې ، ټول د شته اتصال له امله دي. دا په حقیقت کې په وروستیو څلور سوه کلونو کې تر ټولو عالي تحولات دي. ښکاره ده چې د کرونا ویروس خپرېدو زموږ ژوند ګډوډ کړی او زموږ پر معیشتي وضعیت یې ناوړه اغېز کړی. که څه هم لاندې موارد د څرګندېدو په حال کې دي. ۱- احمتال لري چې د کرونا له دورې وروسته اسیایي هیوادونه د یوې مهمې او اساسي تشویقې برنامې د یوې برخې په توګه پر زېربناو پانګونه وکړي. ۲- د نړیوالی حکومتولۍ د هوکړه لیک د ایجاد تر وخت، دېته په پام چې اسیا به د نړیوال اقتصاد د ثقل پر مرکز بدله شي، احتمال لري چې منطقه ګرایۍ ته لیوالتیا زیاته شي. ۳- پر زیربناوو د پانګونې د کچې پراختیا او د اسیایي هیوادونو د پانګونو شاملول، په راتلونکي لسېزه کې پر زیربناوو د پانګونې په برخه کې د برلاسي نړیوال لوبغاړي په توګه د اسیا د احتمالي بدلېدو شونتیا موجوده ده. ۴- د هغو سیمو پېژندنه چې د تقاطع په نقطو (لکه څلورلار) کې قرار لري او مخکې ورته پاملرنه نه ده شوې، پانګونه پرې کولای شي د ارزښت او عرضې ځنځیرونو پر اغېزمنتیا، څو برابره تاثیر ولري. حیاتي زېربناوې د سکتورونو په توګه تعریف شوي دي چې پانګونې، سیستمونه او د هغوی شبکې ـ فزیکي یا مجازي ـ د یو ملت یا یوې سیمې، اقتصادي امنیت، خوندیتوب یا عامې روغتیا او نورو د امنیت لپاره مهم او حیاتي دي. هغه سکتورونه چې د امریکا متحدو ایالتونو ترتیب کړي دي، په لاندې ډول دي: کیمیاوي مواد، سوداګریزې اسانتیاوې، اړیکې، حساس تولیدات، د اوبو بندونه، دفاعي صنعتي اساسات، عاجل خدمتونه، انرژي، خواړه او کرنه، دولتي اسانتیاوې، روغتیایي او د عامې روغتیا خدمتونه، معلوماتي ټکنالوژي، اټومي ریکټورونه، مواد، فاضله مواد، ترانسپورټي سیستمونه، د اوبو او فاضله موادو سیستمونه. که تر دې زیات جامع تعریف وړاندې کړو، د هرو څلورو صنعتي انقلابونو حضور چې هر یو یې د نویو زېربناوو او ټکنالوژیو پیدایښت سره اړیکه لري، محسوس دی. د خفګان وړ حقیقت دا دی چې د خلکو سلګونه میلیونه تنه ـ ان میلیاردونه تنه ـ د اسیا په ګډون لا تر اوسه د زېربناوو مختلفو ډولونو سره چې له لومړنیو دریو انقلابونو سره اړیکه لري، که چېرې د څلورم صنعتي انقلاب په اړه خبرې ونه کړو، لاسرسی نه لري. افغانستان د تقاطع یوه نقطه یا څلورلارې ده، ځکه د ګرنډ ترانک، لاجورد لار او وریښمو لارې په څېر تاریخي سوداګریزې لارې ترې تېرېږي. هغه نومونه چې افغانستان ته ورکول کېږي، زموږ د موقعیت اهمیت په غوره ډول ښیي؛ د اسیا زړه؛ د هند دروازه؛ ځمکنی پُل؛ هغه څلورلارې چې په هغه کې توکي، مفکورې او خلک په ازاد ډول تګ راتګ ولري، جریان ولري او تعامل ولري؛ او د اسیا سویس. په حقیقت کې، هغه هیواد چې د اسیا څلورلارې وي کولی شي خپل لیدلوری، ستراتېژیک لرلید او د عمل پلان ترسیم کړي. خوښ یم چې په پنځو کلونو کې د پراخو تعاملاتو په جریان کې د هیوادونو له رهبرانو او مدیرانو سره چې نن یې پخپل حضور سره موږ ته ویاړ راوبښه، افغانستان ته له فرصتونو څخه د ډک لیدلوري په توګه کتل کېږي، نه د خطر. اوسنیو شرایطو ته په پام، زه اوس څلور پوښتنې مطرح کوم، چې پنلونه باید هغو ته ځواب ورکړي. د پایداره سولې تامین لپاره پیاوړې سیمه ییزه اجماع اړینه ده. د وزیر صاحب اتمر، مېرمن لاینز او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي خبرو ته په اشارې، څه ډول کېدلی شي یو سیمه ییز لرلید جوړ شي؟ د اوسنیو شرایطو په ګډ درک سره د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپل هیواد په امنیت کې یو غالب رول لري او له ترورېزم سره په مقابله کې زموږ د ټولو ګاونډیو هیوادونو او همکارانو ساتنه کوي. پر دې سربېره موږ باید ترورېزم د تغییر په حال کې ایکوسیستم نه د منزوي سازمانونو په توګه درک کړو. ۱-په افغانستان کې یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره پر یو مطلوب هدف هوکړه چې هماغه خپلواک، متحد او ډیموکراتیک افغانستان چې خپلمنځي، سیمې او نړۍ سره په سوله کې وي او د خپلو وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړونو د ساتنې او پراختیا وړتیا ولري. دغه مطلوب هدف د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري تایید شوی چې له امله یې له دې شورا مننه کوو. د دې هدف د تحقق او تر سیمې هاخوا بهیر لپاره د لارنقشې د ترتیب په موخه د افغانستان حکومت سره کار وکړئ. ۲-په سیمه کې د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا په موخه د افغانستان څو اړخیزه دریځ؛ زموږ له دوستانو سره د منازعې او اختلاف په اړخ د بدلېدو مخنیوی او دا ډاډ چې زموږ خاوره زموږ د سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو یا د افغانستان اسلامي جموریت پر ضد استفاده نشي؛ حمایت وکړئ. ۳-د سولې او سیاسي ثبات د تضمین، د تروریستي شبکو، جرمي سازمانونو د ګواښونو او نورو ګواښونو د مهار او محوه کولو په موخه د یو سیمه ییز چوکاټ د انکشاف په برخه کې له موږ سره همکاري وکړئ. ۴-له موږ سره د همکاریو د یوې منځمهاله او اوږدمهاله ستراتېژۍ د ترتیب لپاره چې پر متقابلو ګټو، متقابل احترام او متقابل باور ولاړه وي همکاري وکړئ، ترڅو افغانستان د همکاریو او د سیمه ییزو ستونزو د حل د یوې برخې په توګه وښیو. لاندې نوښتونه به د سیمه ییز اتصال په پیاوړتیا او د افغانستان او سیمه ییزو همکارانو ترمنځ د سوداګرۍ کچې په لوړولو کې اغېزمن واقع شي: ۱- د کاسا زر، ترکمنستان-افغانستان-پاکستان برېښنا لېږد مزي، ټاپې پایپ لاین، د انرژۍ لېږد مزو، سوداګرۍ او ترانزیټ په څېر د سیمه ییزو پروژو د چټکتیا په خاطر ملاتړ او د پانګونې په برخه کې د همکاریو د لوبې قواعد موږ ته د سوداګریزو توکو د جریان مجال راکوي. دغه اقدامات پر زېربناوو، سیستمونو او لوژیستیکي پروسو د پانګونې او همکاریو د ګټو د ښودلو په خاطر موږ پر دې قادروي چې د ترانزیټ، سوداګرۍ او ترانسپورټ سیستمونه چې هوکړه پرې شوې ده، د امکان تر حده او د نړیوال لوژستیک د ملاک د معیارونو مطابق، تطبیق او اجرا کړو. ۲- د سوداګرۍ، ترانزیټ او ترانسپورټ، روغتیا، د حفظه الصحې د معیارونو او د عرضې او ارزښت ځنځیرونو د پیاوړتیا او ښه والي او پانګونې په اړه چې د دخیلو لوریو ګټه په کې ده، د نړیوالو معیاونو له لارې هوکړه د سیمه ییزو معیارونو ایجاد دی. په سوداګرۍ، ترانزیټ او ترانسپورټ کې کوچني سیاستونه ځای نه لري او زموږ د وړاندوینې او باور وړتیا ته زیان رسوي. ۳- په افغانستان کې د حیاتي زیربناوو د خالیګاوو ارزونه او موږ سره پر دغو خالیګاوو د غلبې په خاطر د منځ مهاله پانګونې چوکاټ په ډيزاین کې مرسته کول. د نظامي لکه هوايي ډګرونو د زیربناو بدلول کولای شي د دغې تګلارې د مهمو اجزاوو په توګه وګڼل شي. ۴- د تجدید وړ انرژۍ او د پرېمانه منرالي او فلزاتو د منابعو په برخه کې زموږ پراخ ظرفیت ته په پام، موږ سره مرسته وکړئ چې افغانستان د صنعت او زرغونې انرژۍ پر محور بدل شي. موږ د فورتسکیو کمپنۍ سره د هوکړه لیک هرکلی کوو چې د اوبو له سرچینو د شل زره میګاواټه برېښنا د تولید او زرغون صنعت په ځانګړي ډول فولادو او اړوندو سکتورونو په برخه کې پانګونه کوي. ۵- موږ سره د دیجیټلي تحول په ځانګړي ډول د بشري پانګونې د انکشاف د پوهنې او روغتیا په برخه کې- د انلاین سیستمونو له لارې همکاري وکړئ. زموږ د هیواد ۷۴ سلنه وګړي تر ۳۰ کلونو ښکته او ۴۷،۵ سلنه مو تر ۱۵ کلونو کم عمر لري او د نړۍ یو تر ټولو ځوان نفوس دی چې امید بښلو او پانګونې ته اړتیا لري. دغه هڅې کولای شي د انلاین سیستمونو او غونډو له لارې حمایت شي، هغه څه چې په تېر کې یې امکان نه درلود. د مفکورو په برخه کې خنډونه عملیاتي او مدیریتي دي. یوه ستراتېژي چې افغانستان د اتصال په اړه سیمه ییز چوکاټ کې واقع کوي، په تېرو پنځو کلونو کې عملي شوې ده. د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ښاغلي صالح او دویم مرستیال استاد دانش او نورو همکارانو چې د دې اجنډا پر مخ وړلو کې یې مرسته کړې، مننه کوم. پروژې د زېربنا د انکشاف لپاره غالب وسایل دي چې پر لومړي قراردادي د تکیې لامل چې قراردادونه یې تر پنځم قراردادي پورې لاس په لاس کول او په پای کې به یې د پروژو له مسوولیت منلو څخه ډډه کوله، کېدل. د زېربنا په رهبرۍ او مدیریت کې کمزوري او د پانګونو د لومړیتوب نشتوالی چې کولی یې شول زموږ پر ژوند او معیشت څو برابره اغېز پرېباسي، د منابعو د بې اغېزې او ناسم تخصیص لامل وګرځېده. سیمه ییز اتصال ته پاملرنه نه کول زیانمن تمامېدای شي او په هر قېمت یې باید مخنیوی وشي. که ساده یې بیان کړو، افغانانو له هغو ګټو څخه د استفادې په برخه کې چې زموږ د وخت له تحولاتو څخه رامنځته شوي، بې اعتنایي کړې ده. له بل لوري، د سیمې هیوادونو موږ ته د ګواښ د یوې منبع په توګه کتل. خوشبختانه، اوس د سیمه ییز اتصال او همکاریو د پیاوړتیا بنسټ ایښودل شوی. لاندې اقدامات به موږ د دې وړ وګرځوي چې خپلې ګډې هڅې چټکې او ورته لا زیاته پراختیا ورکړو. ۱- د اتصال او سیمه ییزو همکاریو د اهمیت په اړه د سیمې رهبرانو ترمنځ له اجماع څخه په ګټې اخیستو، په افغانستان کې د سولې او هوساینې او د سیمې اتصال زیاتولو لپاره د پانګونې یوې برنامې له لارې د سیاسي اجماع جوړولو پروسې او ستراتېژۍ ته انکشاف ورکړئ. ۲-د سیمه ییز اتصال برنامو د تطبیق په موخه د پانګونې ارزښتونو د لوړولو لپاره د ایکو سیستم رامنځته کول او د سیمه ییزو او بین المللي پانګو مدیریت او د هغو خطرونو مدیریت چې د سیمه ییز اتصال لویې برنامې ګواښي او د ملي، سیمه ییزو او بین المللي شرکتونو پانګونې سره یو ځای کوي، د لازمو حللارو لټولو لپاره د خزانه دارۍ مرکزونو د مهارتونو او وړتیاوو څخه استفاده ځانګړی اهمیت لري. ۳-د اتصال په اړه د تعریف شویو برنامو په چوکاټ کې د پروژو د ډیزاین، تطبیق او تداوم لپاره دې له سیمه ییزو تجربو او مهارتونو څخه استفاده وشي. ۴- د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې په اړه د سیمه ییزو همکاریو په موخه د وړاندوینې وړ چاپېریال لپاره د اجماع رامنځته کولو اوسنیو ټولنو څخه په استفادې چې په هغه کې د افغانستان خلک د ارزښت او عرضې په زنځیرونو وکولی شي د باور او کار وړ وګرځي. موږ خیرات نه غواړو، بلکې د اتصال غوښتونکي یوو. ۵-په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان د خلکو د درد او ځور په درک کولو سره هدف ته د رسېدو لپاره چې د اسیا په څلورلارې بدلېدل دي، موږ سره مرسته وکړئ. یو خپلواک، متحد او ډیموکراتیک افغانستان د سیمې او نړۍ لپاره د پانګې د یوې بېلګې په توګه دی چې د ځلېدو، پرمختګ او اسلامي فرهنګ او تمدن د زغملو په وړ مرکز بدل شو. په پای کې اجازه راکړئ چې د خپلو ټولو افغان همکارانو مننه وکړم. ما دغه بیانیه د راکیټي بریدونو او د جمهوري ریاست پر لومړي مرستیال د مخکېني برید پر مهال لیکلې ده. د دغه کار دلیل راتلونکي ته پام او خپلو رهبرانو څخه زموږ د خلکو هیلې دي چې په حقیقت کې د دوی خادمان دي. هغه تاوتریخوالی چې زموږ ولس ترې اغېزمن شوی د زغم وړ نه دی. هغه فرصت چې رامنځته شوی محدود دی، لطفا مرسته وکړئ چې له دې فرصت څخه ګټه پورته شي. خوشحاله یم چې د اسیا پراختیایي بانک، اروپایې ټولنې، د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک، سازمانونو او نورو همکارانو څخه چې موږ سره یې کلونه مرسته کړې او اوسني کنفرانس کې حیاتي رول لري، مننه وکړم. ځای لري چې پر لاجورد دهلېز د هوکړې په خاطر د اذربایجان، ترکمنستان، ترکیې او ګرجستان څخه چې ارزښت لري، مننه وکړم. همدا راز د چابهار بندر او هوایي دهلېز په خاطر د هند او ایران مننه وکړم. له اوزبیکستان، قزاقستان او روسیې څخه د دوی د ملاتړ او چین څخه د غنمو دهلېز او نورو دهلېزونو په خاطر چې ژر به د توکو د لېږد زمینه برابره کړي، مننه وکړم. همداراز د المان، جاپان، د سویلي کوریا جمهوریت، ناروی، سعودي عربستان، بریتانیا، د امریکا متحدو ایالتونو، متحده عربي اماراتو او قطر څخه د دوی د ملاتړ په خاطر مننه کوم. موږ د هیواد د هوایي ظرفیتونو او هوايي ډګر کې د متحده عربي اماراتو د پانګونې هرکلی کوو. تاسې ټول چې د دغه مېز تر شا حضور لرئ په دغه بریا او وړتیا کې رول لوبولی دی او موږ سره مو مرسته کړې ده چې د اسیا پر څلور لارې د بدلېدو په خاطر پر خپل لیدلوري فکر وکړو چې دغه لیدلوری نور یو خوب نه، بلکې د تحقق وړ یو هدف دی. ستاسې د پاملرنې او همکارۍ نه مننه کوم. موږ ستاسې د لازیاتو همکاریو په تمه یوو. جمهورخبري آژانس:کابل