د جمهور خبري آژانس مرکز 18 سنبله 1400 ساعت 9:03 http://jomhornews.com/ps/news/142348/ -------------------------------------------------- سرليک : امریکا له طالبانو غوښتي چې چارتر الوتکو ته اجازه ورکړي -------------------------------------------------- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن له طالبانو غوښتي، چې له افغانستانه د امریکایانو او هغه افغانانو د لېږد لپاره چې د امریکا وېزې یا نور اسناد لري چارتر الوتکو ته اجازه ورکړي. متن - منځ : د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن له طالبانو غوښتي، چې له افغانستانه د امریکایانو او هغه افغانانو د لېږد لپاره چې د امریکا وېزې یا نور اسناد لري چارتر الوتکو ته اجازه ورکړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې بلېنکن دا غوښتنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره خبرو کې کړې ده. بلینکن د جرمني په رامشتاین کې د امریکايی پوځیانو په اډه کې وویلموږ له طالبانو سره په خپلو ځینو تماسونو کې له هغوی واورېدل چې په دې توګه موږ د فکر، پوهې او تجربې خاوندان له افغانستان څخه باسو. ده ویليیوه خبره چې موږ له دوی سره شریکه کړه هغه دا وه چې په افغانستان کې د تکړه افغانانو د پاتې کېدو تر ټولو ښه لار دا ده چې له هیواده د هغوی د وتلو مخه ونه نیسي. د هغوی ابتدايي حقونه ورکړي او باور یې ترلاسه کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، نور هیوادونه او ملګري ملتونه په دې کار کوي چې کابل ته تجارتي الوتکې پیل کړي. د ده په وینا د لنډ وخت لپاره به طالبان چارتر الوتنو ته اجازه ورکړي. جمهورخبري آژانس:کابل