د جمهور خبري آژانس مرکز 6 دلو 1400 ساعت 8:34 http://jomhornews.com/ps/news/147145/ -------------------------------------------------- سرليک : ناروې: طالبانو ته مو غوښتنې واضح وې، پایلو ته یې په تمه یو -------------------------------------------------- ناروې وایي، د اسلو په درې ورځنۍ غونډه کې یې له نوي افغان حکومت سره یې خپلې غوښتنې په واضح توګه شریکې کړې دي. متن - منځ : ناروې وایي، د اسلو په درې ورځنۍ غونډه کې یې له نوي افغان حکومت سره یې خپلې غوښتنې په واضح توګه شریکې کړې دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې آنیکن هویتلفد تر دې ناستې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د افغانستان په اړه د یوې مهمې غونډې کوربه وو او په دې غونډه کې پر اړینو مسایلو خبرې شوې دي. مېرمن هویلتفد زیاته کړې، چې ناسته کې د بشري حقونو رعایت، نجونو ته د زده کړو زمینه برابرول، د کار اجازه ورکول، د ټولشموله حکومت جوړول او د بشردوستانه مرستو لپاره پر زمینه برابرولو خبرې شوې دي. د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار کړي، چې غونډه کې طالبانو ته د نړیوالو خبرې واضح وې، خو پایلو ته به یې په تمه وي. د یادونې ده، چې ټاکل شوې د ناروې د غونډې په دوام نن ماښام مهال د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د افغانستان په اړه غونډه ولري چې ددغه شورا غړي به پر ګڼو مهمو مسایلو خبرې کوي. جمهورخبري آژانس:کابل