د جمهور خبري آژانس مرکز 22 میزان 1400 ساعت 8:18 http://jomhornews.com/ps/news/143545/ -------------------------------------------------- سرليک : د امیرخان متقي په مشرۍ طالب پلاوی ترکیې ته ولاړ -------------------------------------------------- د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ترکیې ته په سفر تللی دی. متن - منځ : د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ترکیې ته په سفر تللی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پلاوی د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اغلو په رسمي بلنه نن پنشنبې د تلې ۲۲ مه ترکیې ته تللی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېتر پاڼه لیکلي، چې د اسلامي امارت پلاوی به له ترکي چارواکو سره د دوه اړخیزه سوداګریزه اړیکو، بشري مرستو، کډوالو، هوايي او ځمکني ترانسپورت په اړه خبرې اترې وکړي. له متقي سره په دغه سفر کې د اطلاعاتو وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخوا، د استخباراتو سرپرست رییس ملا عبدالحق وثیق، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي نورجلال جلالي، شیخ شهاب الدین دلاور، سهیل شاهین او حاجي محمد ابراهیم ملتیا کوي. د یادونې ده، چې د ښاغلي متقي په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی څو ورځې وړاندې قطر ته هم تللی و او هلته یې د امریکا، المان، قطر، اروپايي ټولنې او ځینې نورو هېوادونو له پلاویو او استازو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې وې. جمهورخبري آژانس:کابل