د جمهور خبري آژانس مرکز 26 ثور 1397 ساعت 11:05 http://jomhornews.com/ps/news/104359/ -------------------------------------------------- سرليک : د غزني د جغتو ولسوالۍ د سقوط ضد او نقیض راپورنه -------------------------------------------------- تاييد شوي راپورونه وايي، د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده. متن - منځ : تاييد شوي راپورونه وايي، د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده. وسله والو طالبانو تېره شپه د غزني په جغتو ولسوالۍ ډلیز برید کړی وو او د دې ولایت د ولایتي شورا یوه غړي غلام جسین چنګیز جمهور آژانس ته و ویل، چې طالبانو د یو شمېر امنیتي پوستو په ګډون ولسوالي نیولې ده. نوموړي و ویل، چې تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته خو په وینا یې د غزني ولایت امنیتي وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی. که څه هم چنګیز وایي، ولسوالۍ سقوط کړی خو د غزني ولایت امنیه قوماندان جنرال محمد زمان دا خبره رد کړه او ویې ویل چې د جغتو ولسوالۍ سقوط نه دی کړی. نوموړي وايي، وسله والو طالبانو پر جغتو ولسوالۍ ډلیز برید کړی و، خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او په شاه وتمبول شول. د غزني امنیه قوماندان زیاته کړه، چې په جګړه کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او دغه راز امنیتي ځواکونه هم تلفات لري، خو د شمېر په اړه یې څه ونه ویل. ده و ویل، چې دا مهال د جغتو ولسوالۍ امنیت وضعیت آرام دی و د وسله والو پر ضد د افغان ځواکونو هوايي او توپچي عملیات دوام لري. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. باید و ویل شي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په یو شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې سختې شوې دي. جمهورخبري آژانس:غزني