د جمهور خبري آژانس مرکز 17 قوس 1400 ساعت 11:13 http://jomhornews.com/ps/news/145453/ -------------------------------------------------- سرليک : د امریکا دفاع وزارت افغانستان کې د خپل ماموریت وروستۍ میاشت ارزوي -------------------------------------------------- راپورونه وايي، د امریکا دفاع وزارت پتیلې، چې د یوه بې طرفه پلاوي پر مټ په افغانستان کې د خپل ماموریت وروستۍ میاشت و ارزوي. متن - منځ : راپورونه وايي، د امریکا دفاع وزارت پتیلې، چې د یوه بې طرفه پلاوي پر مټ په افغانستان کې د خپل ماموریت وروستۍ میاشت و ارزوي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د پنټاګونو سرچینو رسنیو ته ویلي، دغه وزارت د دې کار لپاره یو بې طرفه پلاوی هم ګمارلی او دغه پلاوی به د دوحې له هوکړې وروسته بیا د تخلیې تر وروستۍ ورځې په افغانستان کې د پنټاګون ماموریت وارزوي. سرچینې ویلي، تر ټولو ډېر تمرکز به د تخلیې ماموریت پر څرنګوالي وي. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د کانګرېس غړو هم د داسې کمېټو د جوړولو خبر ورکړی چې دوی به په افغانستان کې د امریکا ټول شل کلن ماموریت ارزوي او د ارزونو له پایلو به د امریکا د راتلونکو تګلارو او پالیسیو لپاره کار اخلي. د امریکا د کانګرېس غړو دا خبرداری هم ورکړی، چې په دې ماموریت کې پړه امریکایي چارواکي به ارو مرو خپله سزا ویني. جمهورخبري آژانس:کابل