د جمهور خبري آژانس مرکز 4 عقرب 1398 ساعت 8:12 http://jomhornews.com/ps/news/121657/ -------------------------------------------------- سرليک : یوه روسي سرتېري خپل اته همکاران وژلي دي -------------------------------------------------- د روسې دفاع وزارت ویلي، یو روسي سرتېري خپل اته تنه همکاران په ډزو وژلي دي. متن - منځ : د روسې دفاع وزارت ویلي، یو روسي سرتېري خپل اته تنه همکاران په ډزو وژلي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون جمعه د لړم ۳ مه د ټرانسبایکال سیمې په ګورنې کلي کې شوې ده. د روسیې دفاع وزارت ویلي پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د پوځي مرکز ساتونکو د پیرې نوبت بدلېده. د برید کوونکي پوځي هویت نه دی په داګه شوی خو چارواکي وايي، په پېشه کې دوه افسران او شپږ نور سرتېري وژل شوي دي. د روسي چارواکو په وینا برید کوونکی پوځي په رواني ناورغۍ اخته و او دا مهال په توفقف کې ساتل شوی دی. جمهورخبري آژانس:کابل