د جمهور خبري آژانس مرکز 20 میزان 1400 ساعت 8:44 http://jomhornews.com/ps/news/143473/ -------------------------------------------------- سرليک : د نړۍ د مسلمانانو د علماوو ټولنې د اسلامي امارت سره د همکارۍ اعلان وکړ --------------------------------------------------  د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د نړۍ د مسلمانانو د علماوو ټولنې د اسلامي امارت سره د همکارۍ اعلان وکړ. متن - منځ : د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د نړۍ د مسلمانانو د علماوو ټولنې د اسلامي امارت سره د همکارۍ اعلان وکړ. د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې ټولنې له طالبانو د ملاتړ او همکارۍ اعلان په دوحه کې د طالبانو له پلاوی سره په لیدنه کې کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وایي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي امیرخان متقي پرون دوشنبې د تلې ۱۹ مه دوحه کې د نړۍ د مسلمانانو د علماوو ټولنې له عمومي منشي دکتور علي القره داغي او د دغه ټولنې د غړو شيخ عبد الرحمن بن عبد الله آل محمود، د قطر هيواد د محاكمو مخكنى مشر، دکتور محمد بن سالم اليافعي د اتحاد د قطر څانګې مسئول او مل پلاوي سره وکتل. سرچینه وايي، په ناسته کې علماوو د نړيوالې ټولنې د اتحاد په استازولۍ له اسلامي امارت څخه د خپل ملاتړ او ور سره همکارۍ هوډ تکرار کړ. ښاغلي متقي، د علماوو له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه کړې او په ټولنو کې د عالمانو ارزښت لارښوونو او ضرورت ته په اشارې سره ویلي، اسلامي امارت علماوو ته په ډير اهميت قائل دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي، په ناسته کې د اړونده موضوعاتو په اړه بحث او په راتلونکي کې د ورته ناستو په اړه خبرې وشوې. جمهورخبري آژانس:کابل