د جمهور خبري آژانس مرکز 17 میزان 1398 ساعت 12:18 http://jomhornews.com/ps/news/121170/ -------------------------------------------------- د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ: سرليک : د امریکا سفارت څرګندونې واقعیت نه لري، ټاکنو کې درغلۍ زمینه شته ده -------------------------------------------------- د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ کابل کې د امریکا سفارت هغه څرګندونې رد کړې، چې ویلي یې و، په ټاکنو کې د درغلۍ زمینه نشته. متن - منځ : د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ کابل کې د امریکا سفارت هغه څرګندونې رد کړې، چې ویلي یې و، په ټاکنو کې د درغلۍ زمینه نشته. د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد بنسټ مسوولینو نن چهارشنبې د تلې ۱۷ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې د امریکا سفارت پر عکس د تیفا موندنې ښيي، چې د ټاکنو په کمېسیون کې د درغلی زمینه شته ده. تر دې وړاندې کابل کې د امریکا سفارت د ټاکنو له کمېسیون څخه تر لیدنې وروسته ویلي، چې د دغه کمېسیون چارې په ښه شفافیت سره مخ ته روانې دي او د درغلیو امکان په کې نشته. خو د تیفا مشر محمد نعیم ایوب زاد وايي، د امریکا سفارت دغه څرګندونې له واقعیت څخه لرې دي او د دوی موندنې ښيي، چې د ټاکنو په کمېسیون کې د درغلیو زمینه شته او دا کمېسیون داسې کوم میکانېزم نه لري، چې سپینې او تورې رایې سره بېلې کړي. د ټیفا مشر دغه راز و ویل، چې په تېرو ټاکنو کې نږدې دوه میلیونه وګړو برخه اخیستې وه او تر ۷۲۱ پورې مرکزونه د خلکو پر مخ تړلي پاتې وو. په داسې حال کې، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، په تېرو ولسمشریزه ټاکنو کې دوه میلیونه او څه باندې ۷ سوره زره کسانو ګډون کړی و او نېږدې ټول مرکزونه د رایه ورکوونکو پر مخ خلاص وو. له دې سره سره تیفا د ټاکنو پر کمېسیون غږ وکړ، چې د ولسمشریزه ټاکنو پایلې باید په خپل ټاکلي وخت اعلان کړي او په خپلو چارو کې کړندیتوب او شفافیت رامنځ ته کړي. د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده خبرداری ورکړ، چې د پایلو په اعلان کې ځنډ او یا هر ډول ګډوډي د ستونزو د زږېدو سبب ګرځي. د ټیفا مسوولینو په ټاکنو کې د شفافیت پر تامین ټینګار وکړ، او زیاته یې کړه ټاکنیز کمیسیونونه دې خلک د تل لپاره په ټاکنو نه بې باوره کوي او په پوره شفافیت دې خپلې چارې پر مخ یوسي. دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني پرون خبریالانو ته و ویل، چې د کمېسیون کارونه په خورا شفافیت او چټکۍ مخ ته روان دي او دوی به له مهال وېش سره سم د ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان کړي. هغې په نوماندانو، سیاسیون او مدني بنسټونو غږ وکړ، چې کمېسیون خپل کار ته پرېږدې او بې ځایه دې فشارونه نه پرې راوړي. جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض