د جمهور خبري آژانس مرکز 28 دلو 1396 ساعت 10:59 http://jomhornews.com/ps/news/101479/ -------------------------------------------------- اروپايي ټولنه: سرليک : سویډن دې د افغان کډوالو پر پنا غوښتنې محدودیتونه کم کړي -------------------------------------------------- د اروپايي ټولنې د بشري حقونو کمېټې د سویډن له حکومته غوښتي، چې افغان کډوالو ته د پنا غوښتنې پر شرایطو لګېدلي محدودیتونه کم کړي. متن - منځ : د اروپايي ټولنې د بشري حقونو کمېټې د سویډن له حکومته غوښتي، چې افغان کډوالو ته د پنا غوښتنې پر شرایطو لګېدلي محدودیتونه کم کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرمني خبري آژانس ویلي، د اروپا د بشري حقونو شورا ، د سویډن له حکومته غوښتنه کړې چې د افغانستان د پناه غوښتونکو لپاره شرایط اسانه کړي. یادې شورا په ځانګړي ډول د هغو افغانانو وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه کړې چې عمرونه یې تر 18 کلونو کم دي، د پناه غوښتنې یې رد شوې او جبراً، باید افغانستان ته واستول شي. باید و ویل شي، چې د سویډن حکومت په ۲۰۱۵مېلادي کال کې په اروپا کې د کډوالۍ د بحران له امله، پر پنا غوښتونکو محدودیتونه ولګول او په دې ډول یې غوښتل، د پناه غوښتونکو د ورتګ مخه ونیسي. جمهورخبري آژانس:کابل