د جمهور خبري آژانس مرکز 4 حمل 1399 ساعت 14:36 http://jomhornews.com/ps/news/126201/ -------------------------------------------------- سرليک : ګردیز پوهنتون ته څېرمه چاودنې یو ساتونکی وژلی دی -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې د موټر سایکل بم چاودنې د پوهنتون یو ساتونکی وژلی او دوه نور کسان یې ټپیان کړي دي. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې د موټر سایکل بم چاودنې د پوهنتون یو ساتونکی وژلی او دوه نور کسان یې ټپیان کړي دي. د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت نن دوشنبې د وري ۴ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، دغه چاودنه نن غرمه مهال ۱۱:۳۰ بجې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې د پکتیا پوهنتون ته نېږدې شوې ده. نوموړي زیاته کړه، چې چاودنه په موټر سایکل کې د اېښودل شویو چاوېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده. دی وايي، په دغه چاودنه کې د پوهنتون یو ساتونکی وژل شوی، یو ساتونکی او یو لاروی ټپیان شوي دي. د والي ویاند وايي، په پوهنتون کې محصلین نه و، او نور چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي. جمهور آژانس:محمد رقیب فیاض