د جمهور خبري آژانس مرکز 14 حوت 1397 ساعت 9:27 http://jomhornews.com/ps/news/114105/ -------------------------------------------------- سرليک : هند د پاکستان یوه بې پیلوټه الوتکه راغورځولې -------------------------------------------------- هندي چارواکي وایي، د هند د هوايي ځواک ۳۹ سوخوی جنګي الوتکې د پاکستان یوه بې پیلوټه الوتکه په کشمیر کې پولې ته نېږدې غورځولې ده. متن - منځ : هندي چارواکي وایي، د هند د هوايي ځواک ۳۹ سوخوی جنګي الوتکې د پاکستان یوه بې پیلوټه الوتکه په کشمیر کې پولې ته نېږدې غورځولې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې یوه هندي چارواکي چې نوم یې نه دی اخستل شوی، ویلي د پاکستان دغه الوتکه پرون دوشنبې د کب ۱۳ مه د کشمیر په بیکانر سیمه کې د هند د هوايي ځواک له خوا رانسکوره شوې ده. د هغه په وینا دغه بې پیلوټه الوتکې د رادرو تر کشف څو دقیقې وروسته د هندي جنګي الوتکې له خوا و ویشتل شوه او رانسکوره شوه. دغه هندي چارواکي ویلي دا په تېرو شپږو ورځو کې دوهم ځل دی، چې د پاکستان جاسوسي بې پیلوته الوتکې د هند حریم ته ننوزي او د هند له خوا په نښه کېږي. د تېرې فبرورۍ میاشتط په ۲۷ مه هم هندي چارواکو د ګجرات ایالت په کوچ سیمه کې د پاکستان د یوې بې پیلوټه الوتکې د راغورځولو خبر ورکړی وو. د هند هوايي ځواک پر داسې مهال د پاکستان د بې پیلوټه الوتکې د رانسکورولو خبر ورکوي، چې تازه د هند لومړي وزیر پاکستان ته په اشارې ویلي، چې د سیمې په هر ځای کې به د ترهګرو اصلي ځالې په نښه کړي. نوموړي د هند له خوا پر پاکستان تېر برید او د پاکستان له خوا د هندي پیلوټ خوشي کولو ته په نغوتې سره پاکستان ته ویلي دا خو یو تمرین و اصلي کار لا پاتې دی. جمهورخبري آژانس:کابل